IQNA

د غزې د  مظلومو خلکو ژغورل د مسلمانانو په غاړه یوه دنده ده

8:04 - June 29, 2024
د خبر لمبر: 3489451
ایکنا – د مسلمانو عالمانو دنړیوالې اتحادئې مشر شیخ علی محیی الدین قره داغي  په یوې اعلامیې کې  ووئيل، د غزې د مظلومو خلکو د ژغورنې او نجات لپاره  مرسته یوه داسې دنده  ده چې دنړۍ د مسلمانانو په غاړه ده.

ایکنانیوز د  ع ربی ۲۱ له قوله راپور راکړ، د مسلمانو عالمانو دنړیوالې ټولنې مشر شیخ علی محیی الدین قره داغي  د غزط تړانګې  دخلکو ژغورل  چې د وحشي صهیونیستي رژيم   د وحشي ډوله  حملو سره لاس اوګریوان دي ، د مسلمانانو لپاره یوه دنده وبلله او وئې وئيل،  لازمه ده  دوی د  غزې او فلسطین د خلکو  له هغه درد اوکړاؤه  د ژغورنې  لپاره چې ورسره لاس اوګریوان شوي دی ،  مرسته وکړي.

القره داغي  په یوې ویډیوئي  اعلامیې کې چې د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې له مرکزه  خپره شوه ووئيل؛ مونږ په غزې کې د یوې غمیزې او نسل وژنې هم شاهدان یوو چې  د  هغه ترټولو بد نازي حکومت  په وسیله چې دنړیوالو د سترګو په وړاندې د انسانانو دوینې بهولو څخه نه مړیږی، ترسره کیږي.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې  ټول هغه کسان چې په وسلو ،پیسو او سیاسی ملاتړ سره  د صهیونیسټي رژيم ملاتړ کوي، په دغو جنایتونو کې  ګډون کوي، ټينګار وکړ، شرعي حکم دا دی چې  مسلمانان او وجدان لرونکي کسان باید ددغې انساني غمیزې په وړاندې  چې د مونږ دسترګو په وړاندې  تیريږي، لاس په لاس کښې نه ني.

د مسلمانانو د عالمانو د نړیوالې ټولنې مشر  ووظیل، مونږ له یوې  انساني غمیزط سره مخامخ یوو که په غې تړانګې کې  ماشومان، میرمنې او بوډاګان   له نسل وژنې بچ پاتې شي ، نو حتما له لوږې ، ناوړه خوړو او  د درملنې د نه شتون له امله هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې دغه ټول جنایتونه اوظلمونه د نړیوالې ټولنې دشرمونکي چپتیا  په سیوري کې  کیږي، ووئيل،  له دغه واقعي کړاؤ او درده د غزې د مظلومو خلکو د ژغورلو لپاره  نړیوالو مرستو ته ډيره زیاته  اړتیا لرو.

https://iqna.ir/fa/news/4223560/   

captcha